پولیسو شپږ تنه د غلا په تړاو نیولي

hakimi-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۱/۲۵ - ۱۱:۹
01

د هلمند، سمنګان او تخار ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو شپږ تنه د غلا د درېیو قضیو په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې یو کس، د سمنګان ولایت د مرکز ایبک ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې دوه تنه د کورونو د لوټولو او د تخار د مرکز تالقان ښار په اړوند سیمو کې درې تنه د یو عراده لېږدوونکې واسطې د غلا په تړاو نیول شوي دي.