پولیسو د ۱۳ ناحیې له یو شمېر مشرانو سره ګډه مشورتي غونډه وکړه

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۸ - ۱۳:۰
5

تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت ولسي پولیسو د ۱۳ ناحیې له یو شمېر مشرانو او متنفذینو سره د خلکو او پولیسو تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو په تړاو بحث او خبرې وکړې.
دا غونډه چې د کابل ښار په ۱۳ ناحیه کې جوړه شوې وه؛ پکې د ولسي پولیسو رییس، د ۱۳ امنیتي حوزې آمر او د یادې حوزې یو شمېر مشرانو، متنفذینو او ګذر وکیلانو هم ګډون کړی و.
د کورنیو چارو وزارت ولسي پولیسو او د ۱۳ امنیتي حوزې آمر د خلکو او پولیسو تر منځ د همکارۍ روحیې په رامنځته کېدو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د خلکو او پولیسو تر منځ همکاري د جنايي جرمونو د ګراف په ټیټېدو کې رغنده رول لري او له جنايي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې یې له پولیسو سره د خلکو له همکارۍ مننه او درناوی وکړ.
همداراز پدې غونډه کې له جنايي جرمونو سره د مبارزې لپاره د خلکو او پولیسو تر منځ پر لا غښتلې همکارۍ او همغږۍ خبرې وشوې.
د ۱۳ ناحیې مشرانو او اوسېدونکو په کابل ښار له جنايي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د کورنیو چارو وزارت وروستي اقدامات وستایل او له ملي پولیسو څخه یې خپل ملاتړ اعلام کړ.