پولیسو د یوه ملي سوداګر قاتلین ونیول.

rahimzai_moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۳ - ۱۰:۱۳
s

تېره ورځ د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ د دولسمې حوزې منسوبینو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د یوه سوداګر قاتلین نیولي دي.
د هېواد یو ملي سوداګر حاجي شېر داوود چې د روانې میاشتې په ۱۶ مه د کابل ښار د دولسمې ناحیې په سیمو کې د ورور حاجي شېر عجم په وسیله یې وژل شوی و او قاتل یې ادعا کړې، چې ګواګې ورور یې انسان تښتوونکو وژلی دی.
پولیسو هم د یادې قضیې په تړاو پلټنې پیل کړې، چې د یوې اونۍ په لړ کې تثبیت شو چې حاجي شېر داوود د ورور یې حاجي شېر عجم، د مقتول د موټر چلوونکي او یو بل همکار په وسیله یې وژل شوی دی.
د دولسمې امنیتي حوزې منسوبینو هم د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې حاجي شېر عجم، نصیب الرحمان او سیف الرحمان چې د څېړنو په ترڅ کې د حاجي شېر داوود په وژنې پړ وګڼل شول، نیولي دي.
نیول شویو کسانو خپل جرم منلی دی.