پولیسو د هېواد په پنځو ولایتونو کې د ترهګرو طالبانو د 10 کړیو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی 

hakimi-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱/۲۸ - ۹:۳
01

پولیسو د تېرې یوې شپې ورځې په لړ کې په کابل، غزني، فاریاب، کندهار او زابل ولایتونو کې د ترهګرو طالبانو د 10 کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.

ترهګرو طالبانو د کابل ولایت د بګرامي ولسوالۍ په اړوند سیمو کې په یوه زیارت کې دننه یو کړۍ ماین، د غزني پر لویه لار او خواجه عمري ولسوالۍ پر مواصلاتي لار 3 کړۍ ماینونه، د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په  "شاخ بازار" بندر کې 4 کړۍ ماین، د کندهار ښار د شپږمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې یو کړۍ ماین او د زابل د مرکز کلات ښار په احمدزیو کلي کې یو کړۍ ماین د ملکي مرګ ژوبلې په هدف ځای پر ځای کړي وو، چې له چاودنې مخکې د پولیسو له خوا کشف او شنډ شول.