پولیسو د هېواد په درېیو ولایتونو کې د پينځه کړیو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی

hakimi-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۲/۲۱ - ۱۴:۵
1

پولیسو په خوست، هرات او غزني ولایتونو کې د ترهګرو طالبانو له‌خوا د پينځو کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
د یادو ماینونو له منځه ترهګرو طالبانو د خوست ولایت په اړوند سیمو کې درې کړۍ ماینونه، د هرات ولایت په زنده‌جان ولسوالۍ کې یو کړۍ ماین او د غزني ولایت په زنخان ولسوالۍ کې هم یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړي وو.
ترهګرو طالبانو دا ماینونه د یاد شویو سیمو د ملکي مرګ‌ژوبلې په موخه خښ کړي وو.