پولیسو د دوو چاودنو مخه نیولې.
د لغمان او خوست ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د دوو بېلو عملیاتو په ترڅ کې له دوو چاودنو مخنیوی کړی دی.
ترهګرو د لغمان د مرکز اړوند په تندی عمرزايي او د خوست ښار اړوند په فیض محمد خان واټ سیمو کې د سړک غاړې دوه کړۍ ماینونه ځای پر ځای کړي وو، چې هدف ته له رسېدو مخکې د امنیه قومندانیو د انجینیرۍ ډلې لخوا شنډ شول.