پولیسو د دوه کړۍ ماینونه له چاودنې مخنیوی کړی.

moi-af
یکشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۲ - ۹:۳۰

نن د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو یو کړۍ ماین چې ترهګرو طالبانو د ترهګریزو پېښو د ترسره کولو په موخه د باک ولسوالۍ په اړوند سیمو کې ځای پر ځای کړی و، کشف او شنډ کړ.
بل خوا تېره ورځ هم د خوست ولایت پولیسو د مزایل یو ډز ګولۍ چې له تېرو کلونو د کجیري په سیمه کې پر ځای پاتې وه، کشف او شنډ کړه.
همداراز د پکتیا ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو یو کړۍ ماین چې ترهګرو د پکتیا-پکتیکا پر لویه لار د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې لپاره ځای پر ځای کړی و، کشف او شنډ کړ.