پولیسو درې وسله وال غله نیولي دي.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۲ - ۱۲:۳۰
moi

د بغلان ولایت د ملي پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې، یو وسله وال غل نیول شوی. یاد غله د دوشي – خنجان پر لویه لار په وسله والو غلاو لاس پورې کوه؛ چې د ملي پولیسو له خوا له یو میل کلاشینکوف سره نیول شوی دی.
د دې ترڅنګ؛ فراه کې هم دوه تنه د غلا په تور نیول شوي دي.
د فراه ولایت په مرکز اړوند او څلورمې ناحیې سیمو کې دوه تنه، د کور او موټر سایکل د غلا په تور نیول شوي دي.