پوليسو د هېواد په ګوټ ګوټ کې د جنايي جرمونو په تړاو ګڼ شمېر کسان نيولې دي.

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۴ - ۱۰:۷
sfsfaaaa

پوليس وايي،په بېلا بېلو ولايتونو کې يې ګڼ شمېر کسان د غلا، وژنو، اخلاقي فساد، غولونو، انسانتښتونې او زور زياتي په تړاو نيولي دي.

دغه کسان په پلازمېنه، نيمروز، هرات، بدخشان او دايکندي ولايتونو کې نيول شوي دي.
د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې پوليس وايي ،چې دنيول شوو له منځه؛ درې  تنه د يو تښتول شوي موټر سره په کابل، ۳تنه غله او يو تن د اخلاقي فساد په تړاو په نېمروز، ۴ تنه د اخلاقي فساد په تړاو په هرات،يو تن په بدخشان کې د وژنې او يو تن په دايکندي کې د غلا په تړاو نيول شوي دي.