په ۷ ولایتونو کې؛ سلګونه جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه، د نشه یي توکو دوه کارخونې کشف او ۸ تنه نیول شوي

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۱۷:۵
vbfdf

د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، د بیلابیلو عملیاتو په ترڅ کې، ۲۰۸ جریبه ځمکه د بدخشان ولایت په درایم ولسوالی کې، ۵ جریبه په فاریاب کې، لسګونه جریبه د کابل ولایت په استالف ولسوالی کې او په لسګونه جریبه نوره ځمکه د کاپیسا ولایت په اله سای او نجراب ولسوالیو کې د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې.
دغه راز، د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، په سمنګانو او میدان وردګ ولایتونو کې د نشه یي توکو دوه کارخونې کشف او وسوځولې.
بل لورته، ۶ تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو په تخار او دوه تنه نور د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو په کابل ولایت کې نیول شوي.