په ۳ ولایتونو کې؛ ۲۲ تنه په نشه روږدي کسان راټول او ۶ تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو په تړاو نیول شوي

د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، ۲۲ تنه په نشه روږدي کسان د کندهار ښار له بیلابیلو سیمو څخه راټول او د درملنې په موخه روغتونونو ته لیږدول شوي.
دغه راز د دوو بیلو پیښو په لړ کې، ۴ تنه د نشه یي توکو د خرڅلاو او پروسس اړوند په کابل او دوه تنه د نشه یي توکو پلورونکي په پروان او کندهار ولایتونو کې نیول شوي.