په ۱۰ ولایتونو کې؛ د نشه یي توکو دری کارخونې له منځه وړل شوي او ۲۰ تنه نیول شوي
د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، په بادغیس ولایت کې د نشه یي توکو دوه کارخونې، د نشه یي توکو یوه کارخونه په هلمند کې او یوه اندازه یامه یې په دایکنډي ولایت کې کشف او سوځولي.
دغه راز؛ دری تنه له ۲۵ کیلو ګرامه هیرویینو، ۱۲ کیلو ګرامه چرسو او ۳۳ دانو تابلیت کا سره په ننګرهار کې، ۶ تنه له ۱۴۸ کیلو ګرامه څخه زیاتو نشه یي توکو سره د حیرتانو په بندر کې، ۳ تنه قاچاق وړونکي او یو تن له ۴۳۰۰ کیلو ګرامه یامې سره په غور کې، ۴ تنه د نشه یي توکو خرڅونکي په جوزجان کې، دوه تنه قاچاق وړونکي په پنجشیر کې او یو تن د نشه یي توکو خرڅونکی په هرات ولایت کې نیولي.
په همدې حال کې، یادو ځواکونو، په سمنګانو او جوزجان ولایتونو کې ځمکې د کوکنارو له کښت څخه پاکې کړې دي.