په کونړ کې ۱۴ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو ونیول شول

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۴۵
kjhjkhl

  د کونړ ولایت د امنیې قومانداني امنیتي منسوبینو د خپلو پرله‌پسې کشفي او امنیتي هڅو په پایله کې، د دې ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې ۱۴ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي دي. د کونړ ولایت امنیه قوماندان الحاج مولوي ضیاءالحق حامد وايي چې له مجرمانو او د قانون سرغړونکو سره به د قانون په چوکاټ کې جدي اقدامات دوام ولري او چا ته به اجازه ورنکړل شي چې د خلکو امنیت، عامه نظم او د ټولنې ارامي ګډوډه کړي. نیول شوي کسان به د خپلو دوسیو له بشپړېدو وروسته اړوندو عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.