په کندهار کې "د اسلامي پولیسو ښوونیز او روزنیز مرکز" څخه ۳۰۰ تنه پولیس د یوې میاشتنۍ زده کړو بشپړولو وروسته فارغ شول.

د پولیسو په دغه روزنیز مرکز کې اسلامي پولیس په هر اړخیز ډول روزل شوي او د یوې میاشتې په موده کې یې نظري او عملي زده کړې ترلاسه کړې چې نظامي، عقیدتي، ترافیکي، انجنیري او نورې برخې په کې شاملې دي.
له دې وړاندې د پولیسو په دغه روزنیز مرکز کې د حوزو مسوولینو ته روزنه ورکول شوې وه خو دا لومړی ځل دی چې پولیس هم له ملسکي زده کړو فارغېږي.