په کاپیسا کې د ۵۵ زره یورو د غلا په تړاو یو تن ونیول شو

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۴:۹
adfsdf

د کاپیسا ولایت د امنیې قوماندانۍ د شرطې ځواکونو د چټکو او کشفي اقداماتو په پایله کې، یو تن د دغه ولایت د کوهستان په حصه اول ولسوالۍ کې له یوه استوګنیز کور څخه د ۵۵ زره یورو د غلا په تړاو نیولی دی.

له یاد کس سره غلا شوې پیسې هم ترلاسه شوي چې د لازمو پړاوونو له بشپړولو وروسته بېرته خپل اصلي مالک ته سپارل شوي دي.