په پنځو ولایتونو کې ۲۲ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول شول

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۴:۵۹
asdfasf

د کاپیسا ولایت د امنیې قوماندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې ځواکونو، د جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ تنه د څارویو، نقلیه وسایطو، شخړې، د ناقانونه وسلو ګرځولو او ساتنې، او همدارنګه د وسلو د قاچاق په تړاو نیولي دي.

همداراز، د کورنیو چارو وزارت له جنایي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ۵ تنه غله په بغلان، ۳ تنه په فراه ولایت کې د درې موټرسایکلونو د غلا په تړاو، ۱ تن په غزني ولایت کې د قتل په تړاو او یو بل تن په فاریاب ولایت کې د خلکو له کورونو څخه د غلا په تړاو نیولی دی.