په پنځو ولایتونو کې د جنايي جرمونو په تړاو ۱۸ کسان نیول شوي
د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په څو جلا عملیاتو کې، د کونړ ولایت په پیچ درې ولسوالۍ کې د چهارتراشو لرګیو د قاچاق په تړاو ۶ کسان، شپږ تنه د بادغیس ولایت په جوند ولسوالۍ کې د لرغونو اثارو او قیمتي ډبرو د موندلو او ناقانونه کیندنو په تړاو، په نیمروز ولایت کې ۴ تنه د غلا په تړاو، او دوه تنه د ۱۷۵ کیلوګرامه سوډا د قاچاق او لېږد په تړاو له یوه عراده موټر سره په فراه ولایت کې نیولي دي.
همداراز، د جوزجان امنیه قوماندانۍ د مرور شرطې منسوبینو لسګونه هغه موټرسایکلونه راټول کړي چې له غیرمعیاري او ډېر شور لرونکو سلنسرونو څخه یې استفاده کوله.