په پروان کې د ۱۲۳ کیلوګرامه نشه يي توکو د قاچاق مخه ونیول شوه
د پروان ولایت د امنیې قومندانۍ منسوبینو، د خپل کشفي اقدام په پایله کې دوه تنه د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د ۱۲۳ کیلوګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي. نیول شوي کسان د امنیتي ځواکونو تر نظارت لاندې دي او له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.