په ٤ ولایتونو کې؛ سل ګونه کیلو د اومان بوټی او د نشه يي توکو یوه کارخونه کشف او سوځول شوې

د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د ارزګان په ولایت کې، ۱۸ زره کیلو ګرامه اومان او په غور ولایت کې یې، ۴ زره کیلو ګرامه اومان کشف او وسوځول.
دغه راز، د نشه یي توکو یوه کارخونه په زابل کې کشف او یو تن د ۱۰۴ دانو تابلیت کا سره په کابل ولایت کې نیول شوی.