په هرات او ننګرهار ولایتونو کې د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۳۲ تنه ونیول شول
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د خپلو عملیاتو په ترڅ کې ۲۵ تنه په هرات او اووه تنه په ننګرهار کې چې د نشه يي توکو په قاچاق او پلور کې یې لاس درلود، نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه ۱۶ کیلوګرامه چرس، نږدې پنځه کیلوګرامه تریاک او ۷۵۴ د نشهيي ټابلیټونو ګولۍ هم ترلاسه شوې دي.
د یادونې وړ ده چې د نیول شویو کسانو دوسیې له لومړنیو څېړنو وروسته د قانوني اجراآتو په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل کېږي.