په هرات او تخار ولایتونو کې ۹۰ کیلوګرامه تریاک او د الکولي مشروباتو یوه کارخونه کشف او ضبط شول

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۴:۳۱
asdfsaf

د هرات ولایت امنیې قوماندانۍ د لویې لارې کنډک منسوبینو د کشفي عملیاتو په ترڅ کې ۹۰ کیلوګرامه تریاک کشف او ضبط کړي او په تړاو یې دوه کسان نیولي دي. یاد نشه‌یي توکي کندهار ولایت ته لېږدول کېدل چې له رسېدو وړاندې د امنیتي ځواکونو له خوا وپېژندل شول او ونیول شول.

همدارنګه، د تخار ولایت امنیې قوماندانۍ د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو په یوه کور کې د الکولي مشروباتو د تولید یوه پټه کارخونه کشف او له منځه وړې او په تړاو یې یو کس نیولی دی.