په نیمروز او بغلان ولایتونو کې زرګونه د نشه‌يي ټابلیټونو ګولۍ او زرګونه لیتره تیزاب کشف او ضبط شول

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۱:۳۲
asdfasf

د بغلان ولایت د امنیه قوماندانۍ اړوند د تروریزم پر وړاندې د مبارزې پولیسو د خپلو کشفي هڅو په ترڅ کې، د پلخمري ښار په مربوطاتو کې څلور زره او ۶۴۵ د نشه‌يي ټابلیټونو ګولۍ، ۱۲ بوتله شراب، د الکولي مشروباتو د تولید د یوې کارخونې وسایل، او همدارنګه د همدې ولایت په قشلاق سیمې کې ۲۸ لیتره د شرابو لپاره خمیره شوي انګور او نږدې درې لیتره شراب کشف او ضبط کړي دي.
همداراز، د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې پولیسو د یو زرو او ۸۰۰ لیتره تیزابو، چې د نشه‌يي موادو په تولید کې ترې استفاده کېږي، د قاچاق مخنیوی کړی دی.
د دغو پېښو په تړاو څلور تنه نیول شوي چې د قانوني دوسیو تر ترتیب وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.