په نیمروز، تخار او بدخشان ولایتونو کې له ۸۰۰ کیلوګرامو زیات نشه‌يي توکي کشف او ضبط شول

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۹:۲۶
rtwet

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې شرطې ځواکونو په جلا جلا عملیاتو کې په نیمروز ولایت کې د ۶۴۹ کیلوګرامو، په تخار کې د ۸۵ کیلوګرامو او په بدخشان ولایت کې د ۷۴ کیلوګرامو بېلابېلو نشه‌يي توکو د قاچاق مخه نیولې او یاد توکي یې کشف او ضبط کړي دي.

د یادو نشه‌يي توکو د قاچاق په تړاو اته تنه هم نیول شوي چې له لومړنیو څېړنو او د اړوندو دوسیو له ترتیب وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.