په لوګر ولایت کی ۱۳ ترهګرو طالبانو مرګ ژوبله واوښته.
تیره شپه دلوګر ولایت د چرخ ولسوالی اړونده د پسپیچک، مولانه کوتل او سیدانو سیمه کی د ځانګړو ځواکونو د شپنیو عملیاتو په ترڅ کی ۸ تنه د هیواد دښمنان ځای پر ځای له منځه تللی او پنځه تنه نور یې تپیان شوي دي. همدا راز یوه عراده کرولا ډوله موټر هم چې د انفجاریه موادو څخه ډک و له منځه وړل شوی.