په غزني ولایت کې نېږدې ۲۰۰ کیلو ګرامه تریاک کشف او ترلاسه شوي دي
غزني ولایت امنیه قومندانۍ د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د یوه کشفي اقدام په ترڅ کې، دوه تنه د میل وسلې او ۱۸۷ کیلو ګرامه تریاک هغه مهال د یاد ولایت په ګېلان ولسوالۍ کې ونیول چې دغه نشه یي توکي یې چې د بدخشان ولایت څخه بار کړي وو، هلمند ولایت ته ولېږدوي.
نیول شویو کسانو په لومړنیو څېړنو کې په خپلو جرمونو اعتراف کړی د دوسیو د تکمیلېدو وروسته به عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.