په دوو ولایتونو کې؛ ۳۱ تنه د نشهیي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ونیول شول
د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې د کابل او هرات ولایتونوپه بېلابېلو سیمو کې ۳۱ تنه د نشهیي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي دي. یاد کسان به له لومړنیو څېړنو او د دوسیو له بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
همداراز، له نیول شویو کسانو څخه ۳۵۰۰ نشهیي ګولۍ، ۸ زره او ۷۸۰ کیلوګرامه ومان بوټي، او یوه اندازه چرس، شیشه او هیروئین هم ترلاسه او ضبط شوي دي.