په دایکندي ولایت کې یو وسلوال شکمن کس ونیول شو
د دایکندي ولایت د شهرستان ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ د جنایي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو، یو شکمن کس چې شاوخوا له یوې میاشتې راهیسې د یوې جرمي قضیې په تړاو له سیمي څخه تښتېدلی و، د هدفي او بریالیو عملیاتو په ترڅ کې ونیوه.
له نیول شوي کس څخه له ۲۴ مرمیو او دوه شاجورونو سره یو میل کلاشینکوف، له شاجور او مرمیو سره یو میل توپنچه، او یو ښکاري دوربین ترلاسه شوي دي.
یاد کس د پولیسو تر څارنې لاندې دی چې د څېړنو له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.