په دایکندي ولایت کې له ۱۰۰ زیات روږدي کسان د درملنې په موخه راټول او ۷۸ نور له درملنې وروسته روغ شول
د دایکندي ولایت د شرطې ځواکونو له لوري د دغه ولایت په مربوطاتو کې ۱۰۷ تنه په نشه یي توکو روږدي کسان راټول او د درملنې په موخه د دغه ولایت درملنې ولایتي مرکز ته معرفي کړي دي.
بلخوا، ۷۸ تنه نور په یاد روغتیایي مرکز کې د درملنې مودې له تېرولو وروسته روغ شوي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.