په خوست کې ساتل شوې ناقانونه سپکې او درنې وسلې کشف او ترلاسه شوي

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۰:۲۲
asdfasf

د خوست امنیې قومندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې  شرطې مدیریت، په تېرو شپږو میاشتو کې د دغه ولایت په مرکز او ۱۲ ولسوالیو کې د کشفي راپورونو پر اساس یو شمېر سپکې او درنې وسلې، مهمات او نظامي تجهیزات کشف او ترلاسه کړي دي.
په ترلاسه شویو وسلو او مهماتو کې ۱۷ میله کلاشینکوفونه، یو میل راکټ، یو میل پیکا، یو میل M16، اووه میله تومانچې او زرګونه د هاوان، پیکا او کلاشینکوف مرمۍ شاملې دي.

همداراز د عملیاتو پر مهال یو شمېر لاسي بمونه او نور نظامي وسایل او مهمات هم ترلاسه شوي، چې په غیرقانوني ډول ساتل کېدل، چې د ضبط په موخه اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.

 د یادو وسلو او مهماتو په تړاو یو شمېر کسان هم نیول شوي، چې له خپلو دوسیو سره یو ځای عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شوي دي.