په خوست او هلمند کې ۴۵ تنه د بېلابېلو جنایي پېښو په تړاو نیول شوي

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۱۴
شسیبشسیب

د خوست ولایت امنیه قومندانۍ د جنایي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو ۲۹ تنه د خپلمنځي جنګ او خشونت په تړاو نیولي دي.
نښتې د مخکنیو دښمنیو، د ځمکو پر سر شخړې، مرزبندۍ او د جلغوزو د ټولولو له امله را منځ ته شوې وې چې د کورنیو تر منځ یې شخړې را پورته کړې وې.
دغه راز، د هلمند ولایت امنیه قومندانۍ شرطې، د څو ورځو په لړ کې، ۱۶ تنه د بېلابېلو جنایي پېښو په تړاو نیولي دي.
د نیول شوو کسانو څخه، ۲ عرادې موټر، ۹ عرادې موټرسیکلونو، ۲ پایې ټلفونونه، ۵۰۰ زره پاکستانۍ کلدارې او یو شمېر نور توکي ترلاسه شوي دي.