په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۹۱ ترهګر طالبان وژل شوي، ۱۰۲ ټپيان او ۲۳ نور نیول شوي

د دوښمن پر وړاندې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په متقابلو نښتو کې ۱۹۱ ترهګر طالبان وژل شوي، ۱۰۲ ټپيان او همدارنګه ۲۳ نور نیول شوي دي.
همداراز؛ ۱۴ کړۍ بېلابېل ډوله ماینونه چې ترهګرو د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ملکي خلکو او امنیتي ځواکونو د نښه کولو په پار ځای پر ځای کړي وو، کشف او شنډ شوي دي.
یاد طالبان په غزني، خوست، زابل، بادغیس، بلخ، سرپل، هلمند، نیمروز، کندوز، تخار او کاپیسا ولایتونو کې وژل شوي، ټپيان او نیول شوي دي.