په تخار کې ۵۰۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکي کشف او ضبط شول

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۱۴:۴۴
adsfasf

د تخار ولایت امنیې قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو،  په یاد ولایت کې په یو شخصي امبولانس کې ځای پرځای شوي  ۴۲۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکي کشف او نیولي او د تخار ولایت په مرکز او رستاق ولسوالۍ کې یې د دوو جلا عملیاتو په ترڅ کې په دوو وسايطو کې ۱۲۳ کیلوګرامه چرس کشف او ضبط کړي دي.

په دې تړاو ۹ تنه هم نیول شوي دي چې د اړوندو دوسیو له ترتیب وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.