په تخار کې راټول شوي دوه ټنه نشهيي توکي وسوځول شول
د تخار ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت، ۲۳۳۵ کیلوګرامه بېلابېل نشهيي توکي، ۴۶۴۶ دانې نشهيي ګولۍ او ۱۵۷ لیټره شراب، چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د دغه ولایت په مربوطاتو کې کشف او ضبط کړي وو، د مسؤلینو او مجاهدینو په حضور کې وسوځول.