په تخار، غور او هرات ولایتونو کې له ۶۶۰ کیلوګرامه زیات مخدره توکي کشف او ضبط شول
د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې شرطې په څو جلا جلا اقداماتو کې، ۵ تنه له ۴۷۷ کیلوګرامه مخدره توکو سره یوځای له تخار ولایت څخه، ۱ تن له ۱۰۱ کیلوګرامه مخدره توکو سره د غور ولایت له فیروزکوه ولسوالۍ څخه او ۲ تنه له ۸۸.۵ کیلوګرامه مخدره توکو سره د هرات ولایت له مرکز څخه نیولي دي.
نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.