په بلخ کې ۳۰۰ کیلوګرامه راټول شوي نشه‌يي توکي وسوځول شول

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۹:۲۸
adasdf

په بلخ ولایت کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د شرطې ځواکونو د پرلپسې هڅو په پایله کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې کشف او راټول شوي۳۰۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکي د سیمه‌ییزو مسؤلینو او منسوبینو په حضور کې وسوځول.

په سوځول شویو توکو کې چرس، شیشه، تریاک، نشه‌يي ګولۍ او الکولي مشروبات شامل وو، چې د بلخ ولایت په مرکز او ولسوالیو کې کشف او ضبط شوي وو.