په بلخ کې ۱۶ میله ناقانونه وسلې کشف او ترلاسه شوې
د بلخ ولایت د امنیې قوماندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په تېرو دوو میاشتو کې ۱۶ میله بېلابېلې ناقانونه وسلې کشف او ترلاسه کړې دي.
د بلخ ولایت امنیتي مسؤولین وایي، په دغو وسلو کې ۶ میله کلاشینکوف او ۱۰ میله تومانچې شاملې دي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې کشف او ترلاسه شوې دي.