په بدخشان ولایت کې ۷۱۳ کیلوګرامه تریاک کشف او ضبط شول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۱۸
asdfasf

د بدخشان ولایت د امنیې قوماندانۍ د شرطې ځواکونو د هدفي عملیاتو په ترڅ کې د دغه ولایت د درایم ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۷۱۳ کیلوګرامه تریاک کشف او ضبط کړل.

په دې تړاو دوه تنه د یادو نشه‌يي توکو د قاچاق په تړاو نیول شوي، چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.