په بدخشان او میدان وردګو ولایتونو کې د سلګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکو د قاچاق مخه ونیول شوه

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۳
xfdsaf

د شرطې ځواکونو د جلا جلا عملیاتو په پایله کې د بدخشان ولایت د تشکان ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۳۲۹ کیلوګرامه نشه‌یي توکي او د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۲۳۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکي کشف او ضبط شوي دي.

د یادو نشه‌يي توکو د قاچاق په تړاو درې تنه هم نیول شوي، چې د اړوندو دوسیو له ترتیب وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.