په اوو ولايتونو کې ۲۱ تنه د نشه يي توکو د لېږد او خرڅلاو په تړاو نيول شوي دي
د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې پوليسو په څو جلا عملياتو کې په ننګرهار، سرپل، کاپیسا، تخار، بدخشان، خوست او نيمروز کې ۲۱ تنه د نشه يي توکو د لېږد، خرڅلاو او شراب څښلو په تړاو نيولي دي.
په دوی کې، ۷ تنه له ۹۶ کيلو چرسو او ۷ کېلو شېشې سره په ننګرهار، ۳۵ کيلو اپين د جلال اباد ښار په اوومه ناحيه، ۶ تنه په سرپل کې د شراب څښلو، ۲ تنه په کاپيسا او تخار، ۲ تنه د نشه يي توکو د خرڅلاو په تړاو په بدخشان، يو تن په خوست او ۲ تنه نور د نشه يي توکو د خرڅلاو په تړاو په نيمروز کې نيول شوي دي.