په اروزګان او فراه ولایتونو کې د نشه‌یي توکو یوه کارخانه او د پام وړ اندازه نشه‌یي توکي کشف او ضبط شول

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳۲
asdfaf

د اروزګان او فراه ولایتونو له نشه‌يي توکو سره د مبارزې ځواکونو د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې ۲۱ کیلوګرامه نشه‌یي توکي، دوه زره او ۲۷۳ دانې نشه‌يي ټابلیټونه او د نشه‌یي توکو د پروسس او تولید یوه کارخانه کشف او ضبط کړې ده.

همداراز، له یادې کارخانې څخه نږدې زر کیلوګرامه د نشه‌یي توکو د جوړولو خام مواد هم ترلاسه شوي دي.

د دغو پېښو په تړاو پنځه تنه نیول شوي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.