پنځو ولایتونو کې؛  پولیسو ۱۴ تنه د نشه يي توکو د کارولو، لېږد او خرڅلاو په تړاو نیولي

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۱۴:۴۹
بیسیبلسبیل

د کورنیو چارو وزارت نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د هېواد په پنځو ولایتونو بدخشان، کابل، کندز، کاپيسا او پروان کې ۱۴ تنه د نشه يي توکو د کارولو، لېږد او خرڅلاو په تړاو نیولي دي، چې له څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
له نیول شویو کسانو څخه ۲ کیلوګرامه تریاک، ۵۰۱ ګرامه شیشه، څه اندازه چرس او ۹۸۷ عدده نشه يي ګولۍ ترلاسه شوې دي.