پنځه تنه د ۶۸ کیلو ګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۱ - ۱۰:۵۳
ل

د بدخشان ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو په ارګو ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۳۰ کیلو ګرامه هیرویین کشف او ضبط کړي دي.
پولیسو د دې قضیې په تړاو څلور تنه نیولي، چې نشه يي توکي یې په دوه عرادو موټرو کې ځای پر ځای کړي وو.
همداراز پولیسو نیمروز ولایت کې هم یو تن نیولی چې غوښتل یې ۳۸ کیلو ګرامه شیشه او تریاک قاچاق کړي.
یاد کس نشه يي توکي په موټر کې په ځیرک ډول ځای پر ځای کړي وو، چې له یو میل کلاشینکوف او یوې پایې مخابرې سره نیول شوی دی.