پنجشیر کې د ځایي مسؤلینو او د شخړو د حل شورا په منځګړیتوب د دوو قومونو د ۱۵ کلنې دوښمنۍ روغه وشوه.

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۰:۰
sfsfsf

یاده شخړه ۱۵ کاله وړاندې د لفظي شخړې په سر د پنجشیز ولایت د پریان ولسوالۍ د یو اوسیدونکي او د پروان د بګرام ولسوالۍ د کوچیانو ترمنځ پېښه شوې وه چې دوه کسان پکې وژل شوي وو.

د پنجشیر والي حافظ محمد اغا حکیم د دواړو لوریو د پخلاینې په جرګه کې وویل چې د اسلام مبارک دین مسلمانانو ته په وروګلوۍ، مینې او د یو بل په منلو ټينګار کړی دی او په خبره یې چې مسلمانان باید د الهي احکامو په رڼا کې په مینه کې ژوند وکړي او له تربګنیو لاس واخلي.

دواړه لوريو د ځایي مسؤلینو له منځګریتوب او اخلاص خوښي وښوده او ډاډ یې ورکړ چې له دې وروسته به له مخالفتونو لاس اخلي او په خپل منځ کې به د ورورۍ ژوند کوي.