پغمان ولسوالۍ کې د درې کورنیو ۲۷ کلنه دښمني پای ته ورسېده

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۰:۱۶
ظطزرطظ

د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د درې کورنیو ترمنځ ۲۷ کلنه دښمني چې له امله یې ۴ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپیان وو، د یادې ولسوالۍ د مسئولینو په هلو ځلو پای ته ورسېده او روغه یې وشوه.
په همدې مناسبت د پغمان ولسوالۍ په قلعه حیدر خان سیمه کې یوه سیمه‌ییزه غونډه جوړه شوې وه، چې پکې د کورنیو چارو وزارت د تأمیناتو معین مولوي عبدالله مختار، د پغمان ولسوال الحاج قاري علي محمد "مجاهد"، د پغمان د علماوو شورا رئیس مفتي احسان‌الله، یو شمېر حکومتي مسئولینو، علماوو، قومي مشرانو، مخورو شخصیتونو او د یادو کورنیو غړو ګډون کړی و.
د پغمان ولسوال په خپلو خبرو کې د یادو کورنیو ترمنځ د پخلاينې له امله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: «په اسلامي شریعت کې د مسلمانانو ترمنځ دښمني او کینه ځای نه لري او دا د خوښۍ ځای دی چې د دغو کورنیو مشران له کلونو د دښمنۍ وروسته د سولې، ورورولۍ او صمیمیت فضا ته راوګرځېدل چې له دې وروسته به یو د بل تر څنګ د مینې او یووالي ژوند کوي.»
همداراز، قومي مشرانو او مخورو د پغمان ولسوالۍ مسؤلینو صادقانه هڅې وستایلې او د یادو درې کورنیو ترمنځ د سولې او روغې جوړې له رامنځته کېدو یې تود هرکلی وکړ.