پروان کې یو کړۍ ماین کشف او شنډ شو.
تېره ورځ د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو یو کړۍ بشکه يي ماین چې د ترهګرو طالبانو له خوا د یاد ولایت د مرکز اړوند د ده قاضي کلي پر عمومي سړک ځای پر ځای شوی و، کشف او شنډ شو.
همداراز د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د ملي پولیسو او غیرمسووله وسله والو ترمنځ نښته کې یو غیرمسووله وسله وال وژل شوی او یو بل یې ټپي شوی دی.
له یادو کسانو دوه میله کلاشینکوفونه د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي.