پروان کې یو کس چې پر وسله والو غلاو تورن و، ونیول شو

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱ - ۱۳:۵۱
8

د پروان پولیسو د یو لړ هدفمند عملیاتو په ترڅ کې یو کس چې د وسله والو غلاو، باج اخیستنې، له غیرقانوني وسلو پر ګټې اخیستنې او د عامه امن او نظم د اخلال پر قضیو تورن و، نیول شوی دی.
یاد کس نن سهار د جبل السراج ولسوالۍ په اړوند سیمو کې له خپل ټاټوبي نیول شوی دی.
د دې کس له کور څخه یو میل کلاشینکوف، یوولس کړۍ لاسي بمونه، یو اندازه نظامي تجهیزات او یو عراده موټر هم ترلاسه شوي دي.