پروان کې له یوې ترورېستي پېښې مخنیوی شوی
تېره ورځ د پروان پولیسو د دې ولایت د مرکز له اړوند سیمو د یو کړۍ ماین له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو یاد ماین د چاریکار ښار د "بابه خېل" کلي سړک پر غاړه ځای پر ځای کړی و، چې له چاودنې مخکې د ملي پولیسو د انجینیرۍ ډلې لخوا شنډ شو.
د دې ماین په کشف او شنډ سره له یوې خونړۍ ترورېستي پېښې مخنیوی شوی دی.