پروان کې دوه تنه د چاودېدونکو توکو د یوې محمولې د قاچاق په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۷ - ۱۶:۴
1

د ملي پولیسو منسوبینو په پروان ولایت کې د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه د ۶۳۵ کیلوګرامه امونیم نایترېتو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
یادو کسانو غوښتل چې د چاودېدونکو توکو یاده محموله د یوې سراچې موټر په وسیله نامعلوم ځای ته ولېږدوي، چې تر قاچاق دمخه د سیدخېل ولسوالۍ په "انچوی" کلي کې تر پېژندنې وروسته ضبط شوې ده.
د یادونې وړ ده چې له دې موادو څخه د ترورېستي بریدونو په ځانګړې توګه د سړک غاړې ماینونو په جوړولو کې استفاده کېږي.