پروان کې درې وسله وال غله ونیول شول

hakimi-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۱/۲۵ - ۹:۳۷
01

ملي پولیسو د پروان ولایت په شینواري ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې درې وسله وال غله نیولي دي.
یادو کسانو د کابل - پروان پر لویه لار د وسله والو غلاوو په بېلابېلو قضیو کې لاس درلود، چې د پولیسو د یو لړ اوپراتیفي عملیاتو په پایله کې تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
له دې کسانو څخه یو میل کلاشینکوف وسله هم ترلاسه شوې ده.