پروان کې درې تنه د غلا او وژنې په تړاو ونیول شول.

rahimzai_moi
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۳۰ - ۱۱:۸
ص

د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې درې تنه د غلا او وژنې په تړاو نیولي دي.
له یادو کسانو دوه تنه د سیدخېل ولسوالۍ او چاریکار ښار د درېیمې حوزې له اړوند سیمو د وژنې او یو بل کس د مرکز د درېیمې حوزې له اړوند برخو د غلا په تړاو نیول شوي دي.